کورپاڼه / روغتيا / د ملکې الزبت هغه عادتونه چې ډېر په زړه پورې او حیرانوونکې دي

د ملکې الزبت هغه عادتونه چې ډېر په زړه پورې او حیرانوونکې دي

له ډېرو اوږدو څېړنو وروسته معلومه شوه چې ملکه الزبت ځینې داسې په زړه پورې او حیرانوونکې عادتونه لري، چې هغه په دې باور ده چې باید په عام ژوند کې خپل شي.

د سفر پرمهال د وینې بوتل له ځان سره ساتل: ملکه الزبت چې کله هم بهر چېرته ځي، په ځانګړې توګه کوم بهرني هیواد ته چې سفر لري، نو له ځان سره ډاکتر او د وینې بوتلونه هم ساتي. له ډاکتر او د وینې له بوتلونو یې مخه دا وي، که چېرته هغه له کومې پېښې سره مخ شي نو سمدستي به یې روغتیایي مرسته وشي.

د واورې استعمال: ملکه الزبت یخ نه خوښوي بلکې د هغې پرځای په مشروباتو کې له واورې ګټې پورته کوي، ځکه هغه وایي کله چې په مشروب کې یخ اچوي نو آواز یې پرې بد لګېږي او د واورې د اچولو غږ یې بیا خوښېږي.

د محل کړکۍ بندې ساتي: ملکه الزبت د شاهي محل کړکۍ هم بندې ساتي او په دې اړه هغه په دې باور ده چې شاهي محل له بندو کړکیو سره ښه او زره راښکونکې ښکاري.

پر جامو نمبرې لیکي: ملکه الزبت یو بل په زړه پوری عادت هم لري او هغه دا چې په ټولو جامو یې په ترتیب سره نمبرې لیکلي، ترڅو په ثبت کې دا آسانتیا وي چې ملکې په کومو مراسمو کې کومه جوړه اغوستې وه.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …