کورپاڼه / جالب / د انسان د بدن په اړه هغه حقیقونه چې تر اوسه ترې ناخبره وو

د انسان د بدن په اړه هغه حقیقونه چې تر اوسه ترې ناخبره وو

موږ تل په دې هڅه کې یو چې له خپل چاپیریال څخه خبر شو او په اړه یې معلومات ترلاسه کړو، چې دغه کړنه یوه ښه کړنه بللی شو، خو زموږ په بدن کې ځینې داسې کمالات هم شته چې موږ ترې ناخبره یو، نو راځئ چې دلته یې ولولو:

سره زر چې یو له قیمتي توکو څخه دي او هر څوک هڅه کوي ترڅو لاسته یې راوړي، خو باید ووایم چې د انسان بدن هم د اوسپنې لرونکې ده او ۰.۲ ملي ګرامه سره زر زموږ د بدن په وینه کې شتون لري.

د انسان د بدن هغه بکتریاوې چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي، له مړینې درې وروسته د انسان په خوراک پیل کوي.

ځینې کسان د غوږونو د خیرنېدو ستونزو سره لري، یعنې غوږونه یې ډېر ژر خیره نیسي او داسې فکر کوي چې غوږونه خو مې اوس پاک کړل، دا خیره له کومه شوه؟ خو باید ووایم چې د غوږ خیره خاوره یا ګرد نه وي بلکې هغه خوله وي چې له غوږ څخه راوځي.

د انسان د بدن په یو بل حقیقت دادی چې هیڅ انسان نشي کولی چې د خوب پرمهال وپرنجېږي، په خوب کې یا خو پرنجی راځي نه او یاهم له پرنجېدو سره سم له خوبه راپاڅېږو.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …