کورپاڼه / روغتيا / په نهاره سره د کولا د مشروباتو څښل زیانمن وي

په نهاره سره د کولا د مشروباتو څښل زیانمن وي

ډېر شمېر خلک کله چې سهار وختي له خوبه راویښ شي، نو لومړی کار یې په نهاره ګېډه د کافي، چایو یا تازه جوسو څښل وي، خو د څېړنو له مخې ثابته شوې چې دغه ډول عادت د روغتیا لپاره زیانمن وي.

روغتیایي کارپوهانو د یو راپور له مخې لارښوونه کړې چې له دا ډول عادت څخه باید ډډه وشي، ځکه چې دغه کړنه په بدن کې د تېزابیت توازن خرابوي او ګڼې ستونزې پیدا کوي.

په تروشو جوسو کې په ډېره اندازه ویټامین سي وي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي، خو که چېرته په نهاره ګېډه لږ هم وڅښل شي د معدې سوخت پیدا کوي او د زړه درزا ډېروي. خو موږ نن د کولا مشروباتو په اړه یو څو خبرې لرو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په تشه ګېډه د کولا مشروباتو استعمال ښه نه وي، ځکه چې د ځیګر، تریخي او خېټې فعالیت ډېروي، غاښونو ته زیان رسوي او داسې ستونزې زېږوي چې د مړینې سبب کېږي.

تېر کال د یوې څېړنې له مخې ویل شوي ول، هغه کسان چې په نهاره کولا مشروبات څښي، په هغوی کې مخکې له وخته د مړینې خطر تر ۲۶ سلنو پورې ډېر وي او د زړه د حملې خطر هم تر ډېره حده زیاتوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …