کورپاڼه / هنر او کلتور / رام گوپال ورما: عامر خان او کرن راو باید د خپل طلاق جشن ولمانځي
aamir-khan-kiran-rao-Ram-gopal-verma

رام گوپال ورما: عامر خان او کرن راو باید د خپل طلاق جشن ولمانځي

د هندي فلمونو مشهور فلم جوړونکی رام ګوپال ورما وایي چې د بالیووډ ستوری عامر خان او کرن راو باید د خپل طلاق جشن ولمانځي او په دې اړه یې پر ټولنیزه رسنۍ ځانګړی پیغام هم خپور کړی.

رام ګوپال ورما پخپل ټویټ کې لیکلي چې:((هیله لرم چې د عامر خان او کرن راو ژوند به نور هم رنګین او ښکلی شي.)) نوموړی وایي:((زه په دې باور یم چې انسان باید د خپل واده په پرتله د طلاق جشن ولمانځي.))

ورما زیاتوي:((طلاق د علم او پوهې په سبب واقع کېږي او واده د جهالت او ناپوهۍ په سبب وي.)) نوموړي عامر خان او کرن راو ته په خطاب کې ویلي:((تاسې چې هر څه کوئ د یو بل د خیر لپاره یې کوئ.))

ورما مخکې لیکي چې:((زما باور لرم چې ستاسو دا پرېکړه به د راتلوونکې لپاره هم ګټوره وي.)) او وایي چې:((تاسې چې کومه پرېکړه کړې تر شا یې په لاملونه هم تاسې دواړه ډېر ښه پوهېږئ.))

د یادولو وړ ده چې عامر خان او کران راو د ۲۰۰۵ کال د دسمبر په ۲۸ نیټه واده وکړ، په ۲۰۱۱ کال کې یې زوی آزاد راو خان وزېږد او اوس یې له پنځلس کلن ګډ ژوند وروسته ترمنځ بېلوالی راغی او اعلان وکړ چې اړیکه یې پر طلاق پای ته ورسېده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …