کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه تیليسکوپ چې د ځمکې په مدار کې نصب کېږي او فضایي ډبرې به په نښه کوي

هغه تیليسکوپ چې د ځمکې په مدار کې نصب کېږي او فضایي ډبرې به په نښه کوي

یو نوی فضایي دوربین یا تیلی سکوپ چې د ځمکې لپاره به خطرناکې فضایي ډبرې په نښه کوي، په تیارولو یې کار روان دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا فضایي ادارې ناسا د (Near-Earth Object Surveyor Space Telescope) د تیارولو لپاره منظوري ورکړه.

د ساینسپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي چې دغه تیلي سکوپ شل فوټه اوږدوالي لري او د ځمکې له مدار څخه به اته څلویښت میلونه کیلو میتره لېرې فضایي ډبرې په نښه کړي.

راپور زیاتوي چې دغه تیلي سکوپ اوسمهال د کار لاندې دی، چې ډېر ژر به تیار او په ۲۰۲۶ کال به د ځمکې مدار ته ولېږل شي او ځمکې ته به د اړوند خطرونو مخنیوی ممکن کړي.

دغه تیلي سکوپ به هغه فضایي ډبرې په نښه کړي چې د ځمکې لپاره خطرناک وي او د هغه فضایي ډبرو د په نښه کولو وړتیا به ولري، چې ۱۴۰ میتره غټوالی لري.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …