کورپاڼه / روغتيا / ډېر زیات خوله کېدل د ناروغۍ نښې هم ګڼل کېږي

ډېر زیات خوله کېدل د ناروغۍ نښې هم ګڼل کېږي

خوله کېدل یوه طبیعي کړنه ده چې د بدن د یخ ساتلو ترڅنګ د ګرمۍ احساس تر ډېره حده پورې کموي. خو ځینې کسان بیا د نورو په پرتله ډېر خوله کېږي چې په دې لړ کې ویلی شو چې د ښځو په پرتله نارینه ډېر خوله کېږي، خو ډېر خوله کېدل د ناروغیو نښه هم ګڼل کېږي.

د ډېرې خوله خارجېدل په وینه کې د شکر کچه کموي او په دې حالاتو کې بدن هغه وخت هم ډېره خوله کوي چې ګرمي نه وي او ترڅنګ یې لوږه، ذهني فشار، سر ګرځېدل او د سترګو کمزوري.

چاغښت یوه داسې ستونزه ده چې د وبا په ډول خپرېږي، خو چاغښت د جینونو د ستونزو، غیر متحرک اوسېدل، ناوړه خواړه، ځانګړي ډول او نور عوامل لري.

ذهني فشار په عام ډول د ډېر خوله کېدو سبب کېږي او ترڅنګ که چېرته په ناڅاپي ډول ډېر خوله شوئ، نو د زړه د حملې نښه ګڼل کېږي او که چېرته په کومه وایروس ناروغۍ اخته شو، نو په دې صورت کې هم ډېر خوله کېږو.

دغه راز که چېرته د تایراید ستونزې لرئ نو بیاهم د خوله کېدو په شکل خبرداری ورکوي او د ځانګړو درملو استعمال هم د خوله کېدو سبب کېږي، چې په هغې کې انټي بیوټیک او د لوړ فشار درمل شامل دي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …