کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ چې پوستکی مو ښکلی وي نو له دې طریقې څخه ګټه واخلئ

که غواړئ چې پوستکی مو ښکلی وي نو له دې طریقې څخه ګټه واخلئ

د ګرمۍ په موسم کې د خوله کېدو او ګرمۍ په سبب پوستکی مړاوی کېږي او ښکلا یې کمښت مومي، خو د بېرته ښه کولو طریقه یې ډېره آسانه ده.

ددې لپاره چې پوستکی مو ښکلی او صاف وي او د ګرمۍ له اغېزو خوندي پاتې شي، نو د امروتو څو دانې پاڼې راواخلئ، ویې ټکوئ او چاڼ کړئ او اوبه ترې وباسئ.

په دې کې به یو کاچوغه د الوویرا جیل او نیمه کاچوغه هندي جوز به ورګډ کړئ او د کدوري زړي، چې د حکیم په دوکان کې وي، میده او ور شامل یې کړئ.

دا ټول شیان به داسې سره ګډ کړئ چې کریم یا لوش ترې جوړ شي، دغه کریم تر یوې میاشتې پورې د ګټې اخیستنې وړ وي او هره شپه یې د وېده کېدو پر وخت او سهار په ساده اوبو خپل مخ ووینځئ.

له څو ورځو استعمال وروسته به ان شاءالله د پوستکي ښه روغتیا او ښکلا حس کړئ او له داغونو به یې وژغورل شئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …