کورپاڼه / هنر او کلتور / له طلاق وروسته د عامر خان او کرن راو لومړنی ویډیويي پېغام خپور شو
کرن راو او عامر خان

له طلاق وروسته د عامر خان او کرن راو لومړنی ویډیويي پېغام خپور شو

د هندي سینما مخکښ هنرمند عامر خان خپلې ښځې ته تېره ورځ طلاق ورکړی دی او د دواړو د طلاق نه وروسته لومړنی ګډ ویډیويي پېغام بیا نن خپور شوی دی.

د عامر خان دا ویډیو چې په انسټاګرام کې خپره شوې ده، د هغې پخوانۍ مېرمن کرن راو هم پکې شته ده او دواړه له یوې رسنۍ سره مرکه کوي، چې دا د دغه مرکې یوه کوچنۍ برخه ده.

په دې ویډیو کې عامر خان خپلو مینه والو ته وايي، چې موږ ته معلومه ده چې د طلاق خبر په اورېدو به تاسې خپه شوي یئ، په تاسې به دا خبره ښه نه وي لګېدلي او تاسې به حېرانه یئ. خو موږ دواړه دومره وايو، چې موږ د دې پرېکړې نه ډېر خوشحاله یو.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Manav Manglani (@manav.manglani)


عامر خان د خپلې پخوانۍ ښځې لاس هم په لاس کې نیسي او وايي چې زموږ په رشته کې بدلون راغلی دی، خو موږ اوس هم یو ځای یو او تاسې مه پرېشانه کېږئ. هغه وايي چې زموږ (پاني بنسټ) زموږ لپاره زموږ د زوی په څېر دي او د دې لپاره او د خپل زوی لپاره به موږ تل د یوې کورنۍ په توګه اوسېږو. عامر خان له مینه والو غوښتنه کوي، چې تاسې زموږ لپاره دعاوې وکړئ.

د یادولو وړ ده چې عامر خان له کرن راو سره ۱۵ کاله ګډ ژوند تېر کړ او تېره ورځ یې خپلې ښځې ته طلاق ورکړ. هغه ویلي و، چې دواړو په ګډه په خوشحالۍ پرېکړه کړې ده چې نور یې ترمنځ د ښځې او خاوند رشته ختمه کړي. دواړه د ازاد راو خان په نوم یو زوی هم لري.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …