کورپاڼه / جالب / د واده لپاره د افریقا د لویې وچې په زړه پورې دودونه

د واده لپاره د افریقا د لویې وچې په زړه پورې دودونه

د نړۍ هر قوم او ټولنه د ژوند د هرې موقعې لپاره ځانګړي او په زړه پوري رسمونه او رواجونه لري، واده هم یوه داسې موقع ده چې هره ټولنه ورته بېلابېل رواجونه لري.

د افریقا د لویې وچې دودونه او رواجونه بیا ډېر په زړه پوري او ځانګړې دي. د افریقا په یوه سیمه کې د واده په ورځ خواښې له زوم څخه چرګ جوړوي او په پوندو یې په کوتک وهي.

دغه راز یوه بله قبیله بیا ډېر ځورونکی دود لري او ددې لپاره یې ترسره کوي ترڅو معلومه کړي چې آیا ځوانان یې د واده وړ دي او که نه. ددې لپاره د ځوانانو لاسونه په یوه داسې کڅوړه کې بندوي چې په هغې کې سره مېږیان وي.

ددې مېږیانو چېچل ډېر خطرناک وي او ځوانان یې باید ومني، کوم ځوان چې له کڅوړې لاس راوباسي یا لاس وڅنډي نو د واده وړ نه ګڼل کېږي.

په دې ډول یوه قبیله د هلک لپاره اړینه ګڼي، چې هغه له واده وړاندې له دولسو تر پنځلسو غواګانې وساتي، بیا پرې خوشایه مږي او یو ځای ورسره ټوپ وهي، که چېرته ولوېده، نو د واده پروګرام به یې ختمېږي.

دغه ډول ځینې دودونه یا رواجونه د ښځو لپاره هم وي. یوه قبیله د ښځو لپاره اړینه ګڼي چې له واده وړاندې خپل غاښونه په تبر سره تېره کړي، خو که داسې ونه کړي نو واده یې ناممکن دی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …