کورپاڼه / روغتيا / د پنځوو میاشتو ماشومه ورو ورو په کاڼي بدلېږي
لیکسي

د پنځوو میاشتو ماشومه ورو ورو په کاڼي بدلېږي

په برېتانیه کې یوه کوچنۍ د پنځه میاشتو ماشومې بدن په ورو ورو په کاڼي کې بدلېږي، چې په یوه ډېره نایابه او نادره ناروغۍ باندې اخته ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د لیکسي روبینز په نوم دغه ماشومه د جنورۍ په ۳۱مه نېټه زېږېدلې وه، هغه د نورو ماشومانو په څېر عادي ماشومه وه، خو د پښو پنجه یې یو څه غټه وه او خپلو ګوتو ته یې حرکت نه شو ورکولی.

په پیل کې د دغه ماشومې هر ډول ایکسرې او ټېسټونه وشو خو د ناروغۍ په اړه یې څه معلومات ترلاسه نه شو، خو د اپریل په میاشت کې په ایکسرې کې معلومه شوه، چې هغه په یوه ډېره نایابه ناروغۍ (فایروډسپلازیا اوسیفیکنز پروګریسو) (ایف او پي) ناروغۍ باندې اخته ده، چې په دې ناروغۍ، چې په ۲ میلیونو کې یو ماشوم پرې اخته کېږي.

لیکسي ۱

په دې ناروغۍ کې د ماشومانو عضلې په هډوکو بدلېږي او ورو ورو یې بدن د کاڼي په څېر کېږي. د دې ناروغۍ د درملنې په اړه تراوسه پورې کومه څېړنه نه ده ترسره شوې، همدا راز په دې ناروغۍ چې کوم خلک اخته وي، هغوی له ۲۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې ژوند کوي.

لیکسي د مور و پلار سره

د لیکسي مور و پلار، الیکس او دیو د خپلې لور د دغه ناروغۍ په اړه ډېر پرېشانه دي، خو دوی اوس پتیېلې ده، چې د دې ناروغۍ په اړه به په خلکو کې د عامه پوهاوي زیاتولو لپاره کار کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …