کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عبدالله مزاري، چې پاکستان ته یې کډه وړې، اوس د طالبانو نظام غواړي
عبدالله مزاري (2)

د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عبدالله مزاري، چې پاکستان ته یې کډه وړې، اوس د طالبانو نظام غواړي

د عبدالله مزاري په نوم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو پخوانی توپ اچونکی دی، چې تېر کال یې له کرکټ څخه استعفا ورکړه او د پاکستان اسلام اباد ښار ته لاړ او هلته یې د رهنمايي معاملات کار شروع کړ، اوس د طالبانو نظام غواړي.

عبدالله مزاري په خپله فیسبوکپاڼه کې په پرلپسې څو پوسټونو کې لیکلي دي چې (اسلامي نیظام) راتلونکی دی، یعنې د طالبانو نظام راتلونکی دی او هغه دې ته ډېر خوشحاله دی.

عبدالله مزاري ۳

که چېرته خبره د اسلامي نظام شي، نو په اوسني وخت کې د افغانستان نظام د نړۍ تر ټولو اسلامي هېوادونو څخه زیات اسلامي نظام دی، چې قانون او هر څه یې د اسلام څخه سرچینه اخلي.

د عبدالله مزاري پوسټ ۱

د عبدالله مزاري له یادو پوسټونو وروسته په هغه باندې سختې نیوکې شوې دي او خلکو پاکستان ته له تګ وروسته د داسې خبرو له امله تر باغو اړولی دی.

عبدالله مزاري پوسټ ۲

د یادولو ده چې عبدالله مزاري د همدې اوسني نظام له برکته له پاکستان څخه افغانستان ته راغی، دلته په ملي لوبډله کې ولوبېده او له هغه وروسته تراوسه پورې په کورنیو سیالیو کې لوبېده، خو کله چې نور ختم شو او کرکټ بورډ ورسره قرارداد ختم کړ، نو سړی بېرته پاکستان ته ستون شو او له هغه ځایه یې بېرته د خپل هېواد پر ضد نمک حرامي شروع کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …