کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د جیف بیزوس سره په لومړني فضايي سفر کې شریکه ښځه څوک ده؟
جیف بیزوس او ویلي

د جیف بیزوس سره په لومړني فضايي سفر کې شریکه ښځه څوک ده؟

د امازون د بنسټګر جیف بیزوس سره د امریکا ۸۲ کلنه پخوانۍ پیلوټه ویلي فنک هم په لومړني فضايي سفر باندې فضا ته ځي، دغه ښځې ته جیف بیزوس په خپله د سفر بلنه ورکړې وه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، فضا ته تلونکي لومړني انساني سفر کې د شرکت مالک جیف بیزوس ویلي فنک ته هم دعوت ورکړی دی، دوی به د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه د امریکا د ټکیساس ایالت څخه د بلیو اوریجن په نوم راکټ له لارې فضا ته روان شي.

په دغه راکټ کې ناست کسان به د فضا سفر ترسره کړي او له هغه وروسته به بېرته ټیکساس ته راستانه شي، دې کسانو ته به نیو شیپرډ نوم اخیستل کېږي، چې فضايي تجربه به ترلاسه کړي.

د یادولو ده چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې ویلي فنک په هغه نورو ۱۲ امریکايي ښځو کې شامله وه، چې د ناسا یوې ناتایید شوي شخصي شرکت په پېسو یې د فضانوردۍ زده کړې ترلاسه کړې، د دې هدف دا و چې ښځو ته هم د فضايي صفر په برخه کې زده کړې ورکړل شي تر څو بیا دغه تجربه ترلاسه کړي، هغه وخت کې ښځو ته فضا ته د سفر اجازه نه وه، چې وروسته په ۱۹۸۳ کال کې بیا ښځو ته هم اجازه ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې د نړۍ شتمن کس جیف بیزوس تېره ما په انسټاګرام کې اعلان کړی و، چې د خپل ورور سره په ګډه فضا ته سفر کوي. هغه شرکت چې دا راکټ یې چمتو کړی او فضا ته یې لېږي، هغه هم د جیف بیزوس ده، چې بلیو اوریجن نومېږي. دغه راکټ یا کیپسول کې ۶ کسان فضا ته سفر کولای شي او په دې کې د یوې څوکۍ لپاره انلاین لیلامي هم شوې ده چې له ۲.۸ میلیونو ډالرو څخه زیاته لیلامي پرې شوې وه، چې څو ورځې وروسته یې اعلان کېږي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړنی انساني سفر دی، تر دې مخکې به یوازې هغه خلک فضا ته تلل، چې په همدې برخه کې به یې مسلکی زده کړې کړې وې، خو دا کسان چې ځي، دوی په دې برخه کې هېڅ زده کړې نه دي کړي او عام انسانان دي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …