کورپاڼه / خپلواک / د محمد شهزاد او ظاهر خان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه وبايلله
شهزاد او ظاهر

د محمد شهزاد او ظاهر خان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه وبايلله

خپلواک وېبپاڼه (١٥ نومبر ٢٠١٩): په لس اوريزه سياليو کې نن دويمه لوبه د ډيکن ګليډيټرز او ډيلي بولز ترمنځ ترسره شوه، چې محمد شهزاد او ظاهر خان هم له ډيکن ګليډيټرز لوبډلې سره لوبېږي، محمد شهزاد خو ښه توپوهنه ترسره نه کړاى شوه خو ظاهر خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه، خو لوبه کې ډيلي بولز بريا خپله کړه.

د لس اوريزه ليګ په دويمه لوبه کې لومړى ډيلي بولز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ډيکن ګليډيټرز له لوري د پيل توپوهنې ته محمد شهزاد او شين واټسن راووتل، چې محمد شهزاد ٢ څلوريزې ووهلې او په ٨ توپونو يې ١١ منډې ترلاسه کړې او خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه. همدا راز شين واټسن بيا په زړه پورې توپوهنه ترسره او د ٢ شپږيزو او ٥ څلوريزو پر مټ يې په ٣١ توپونو ٥٧ ناسوځېدلې منډې وکړې او انټون ډيويچ بيا په ٢٢ توپونو ٢٨ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

ډيکن ګليډيټرز په ١٠ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو ١٠٢ منډې وکړې او د ډيلي بولز لوبډلې ته يې د ١٠٣ منډو هدف وټاکه.

د ډيلي بولز له لوري دوشمانتا چميرا ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٠٣ منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم په پيل کې د ډيلي بولز توپوهونکي يو څه کمزوري ثابت شو، ځکه درې لوبغاړي يې وسوځېدل او درې واړه افغان ورو توپ اچونکي ظاهر خان وسوځول، خو تر هغه وروسته ايون مورګن او اينجلو ميتيوز په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

ډيلي بولز ياد هدف په ٩.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٧ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له ډلې ايون مورګن د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو پر مټ په ٢٧ توپونو ٥٢ ناسوځېدلې منډې وکړې، اينجليو ميتيوز ٢٢ او پال سټرلنګ ١٢ منډې ترلاسه کړې.

د ډيکن ګليډيټرز لپاره ظاهر خان په دوه اورونو کې ١٧ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول. ظاهر خان د بيسټ مومنټ آف دي مېچ جايزه هم ترلاسه کړه او د غوره لوبغاړي جايزه ايون مورګن ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د مراټا عربينز او ناردرن واريرز ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې ناردرن واريرز په ٩ ويکټو د مراټا عربينز لوبډلې ته ماته ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …