کورپاڼه / بېلا بېل / د ښځې نه د پټېدو لپاره یې خاوند د کورونا جعلي ټېسټ جوړ کړی و، خو بیا ورسره څه وشو؟
د روغتون بستر

د ښځې نه د پټېدو لپاره یې خاوند د کورونا جعلي ټېسټ جوړ کړی و، خو بیا ورسره څه وشو؟

په هند کې یو سوداګر سړي د خپلې ښځې نه د پټېدو یا ځان لیرې ساتلو لپاره د کورونا ویروس جعلي ټيسټ جوړ کړی و، خو کله چې یې اصلیت معلوم شو، نو پر ضد یې پولیسو سره دوسیه ثبت شوه.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د اندور ښار اوسېدونکي اعجاز احمد د خپلې ښځې سره شخړه کړې وه او د دې لپاره چې د خپلې ښځې نه لیرې ړي، نو له ځانه یې د کورونا ناروغ جوړ کړ.

اعجاز له انټرنېټ څخه د کورونا یو جعلي ټېسټ ډاونلوډ کړی و او په هغې کې یې خپل نوم لیکلی او خپل کور ته یې لېږلی و. د کورونا مثبت راتلو وروسته یې کورنۍ ته ویلي و، چې هغه به د څه وخت لپاره په دولتي روغتون کې کرنټین وي.

خو کله چې د یوې میاشتې په تېرېدو هم اعجاز احمد خپل کور ته ستون نه شو، نو د ښځې یې شک پېدا شو او خپل پلار ته یې وویل، چې دا کورونا دا ټېسټ دې معلوم کړي. هغه چې کله نږدې لابراتوار ته یاد ټېسټ یووړ، نو معلومه شوه چې هغه ټېسټ جعلي دی.

وروسته د لابراتوار مسوول کس پولیسو ته په دې اړه معلومات ورکړل، پولیسو اوس د اعجاز احمد پر ضد دوسیه ثبت کړې ده او د هغه په لټه کې دي، تر څو یې پېدا کړي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …