کورپاڼه / اسلام / قرباني کول څه فضیلت لري او د قران او حدیثونو په ړنا کې یې په اړه څه حکم راغلی؟

قرباني کول څه فضیلت لري او د قران او حدیثونو په ړنا کې یې په اړه څه حکم راغلی؟

د جاهلت په زمانه کې هم قرباني کول عبادت ګڼل کېده، خو حیوانات به یې د بوتانو په نوم قرباني کول او په دې ډول اوس هم په نورو مذهبونو کې قرباني د مذهبي دودونو په ډول سره کېږي.

مشرکان د بوتانو او عیسویان یې د عیسی علیه السلام په نوم قرباني کوي. الله تعالی په سورت کوثر کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته حکم کوي چې د خپل رب لپاره لمونځ او قرباني وکړه. یعنې د لمونځ او قربانۍ کولو عمل د الله تعالی د رضا او خوښۍ لپاره دی.

الله تعالی په سورت انعام کې فرمایي ژباړه: ورته ووایه ای پیغمبره! زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ د هغه الله لپاره دي چې د ټولو جهانونو پالونکې دی.

حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر لسو کلونو پورې په مدینه کې و او هر کال به یې قرباني کوله.(سنن ترمذي)

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هر کال قرباني کول د قربانۍ د ارزښت، فضیلت او تاکید لپاره بسنه کوي. بل ځای حضرت انس رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د تور او سپین رنګ لرونکې او د اوږدو ښکرونو لرونکي دوه وري قرباني کول او خپلې پښې به یې غاړې ته ورکېښږدې او په لباس به یې ذبحه کاوه.(صحیح بخاري)

له دې حدیث شریف د قربانۍ د فضیلت او ارزښت په اړه په واضح ډول معلومات کېږي او دا هم معلومه شوه چې پخپلو لاسونو سره ذبحه کول یې غوره کړنه ده. دغه راز د قربانۍ د ارزښت په اړه له دې ښه وضاحت بل نشته چې د حجة الوداع په مناسب رسول الله سل اوښان قرباني کړل.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …