کورپاڼه / جالب / هغه ډاکتر چې د الوتنې پرمهال یې د یوې مسافرې بریالي عملیات وکړل

هغه ډاکتر چې د الوتنې پرمهال یې د یوې مسافرې بریالي عملیات وکړل

کله چې د الوتنې پرمهال د کوم مسافر روغتیایي حالت خراب شي، نو الوتکه په نږدې هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته کوي، ترڅو ناروغ شخص ژر تر ژره د روغتیایي خدمتونو لپاره روغتون ته یوړل شي او ژوند یې وژغورل شي.

خو آیا کله مو اورېدلي دي چې یو مسافر دې د الوتنې پرمهال عملیات شي؟ باوري یم چې داسې څه به مو نه وي اورېدلي، نو راځئ چې نن مو له دې خبر کړو چې په الوتکه کې د یوې مسافرې میرمنې ژوند څنګه وژغورل شو.

په ۱۹۹۵ کال له لندن څخه تر هانګ کانګ پورې الوتنه کېده، چې په الوتکه کې په ناڅاپي توګه اعلان وشو چې که کوم ډاکتر وي نو ژر دې راشي.

په الوتکه کې یو ډاکتر، چې اینګس وولز نومېږي، موجود و، کله چې هغه ورغی نو ویې لېدل چې د میرمنې سږي چاودېدلي او سمدستي عملیاتو ته اړتیا لري.

ډاکتر اینګس وولز سره له دې چې هلته یې طبي آلې نه درلودې، خو بیایې هم له نورو شیانو په ګټنې د هغې عملیات ترسره کړل او ژوند یې وژغوره.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …