کورپاڼه / خبرونه / د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکی تبرېز، راشد ته وايي، ستا ویډیوګانې ګورم او زده کړه ترې کوم
تبرېز شمسي او راشد خان

د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکی تبرېز، راشد ته وايي، ستا ویډیوګانې ګورم او زده کړه ترې کوم

په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې اوسمهال د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچونکی تبرېز شمسي افغان مخکښ توپ اچونکي راشد خان ته وايي، چې ستا ویډیوګانې ګورم او زده کړې ترې کوم.

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکی تبرېز شمسي د ویسټ انډیز پر وړاندې د خپلې لوبډلې لپاره ډېر ښه ولوبېده او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

نوموړي په دې اړه یو ټویټ کړی و او د ډېرې خوشحالۍ څرګندونه یې کړې وه، چې د نورو خلکو تر څنګ ورته راشد خان هم کمنټ کړی و او د هغه د توپ اچونې ستاینه یې کړې وه او مبارکي یې ورکړې وه.


د راشد خان له کمنټ وروسته تبرېز شمسي د نوموړي څخه مننه وکړه او وې ویل، چې هڅه کوم چې تا وڅارم او زده کړه درڅخه وکړم، ته خپل یو ځانګړی کلاس یې.

د یادولو وړ ده چې تبرېز شمسي اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري او راشد خان بیا دویم مقام لري، څه وخت مخکې تبرېز شمسي به دغه درجه بندۍ کې له راشد خان څخه مخکې شوی و، چې تراوسه پورې ترې مخکې دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …