کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نوې موندل شوې سیارچه د ځمکې ترڅنګ تېره شوه

نوې موندل شوې سیارچه د ځمکې ترڅنګ تېره شوه

د سعودي عربستان ستور پېژندونکو ویلي دي، هغه اوه میتره اوږده سیاره، چې په دې وروستیو کې موندل شوې وه، له ځمکې څخه په ۳۸۴۴۰۱ کیلومیتره فاصله کې تېره شوه.

د عرب نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه سیاره (این ای ۲۰۲۱) نومېږي، نوې ـ نوې موندل شوې وه او د روانۍ میاشتې (جولایۍ) په دریمه نیټه تېره شوه.

د سعودي عربستان ستور پېژندونکې وایي چې دغه سیاره له ځمکې د یوې سپوږمیزې فاصلې تقریباً د ۳۸۴۴۰۱ کیلومیترو په دننه کې د ۲۰۲۱ له پیل وروسته تر دا مهال ۶۸ سیاره ده چې له ځمکې تېرېږي او د اپولو ګروپ پورې تړاو لري.

د سعودي عربستان د ستور پېژندنې د ټولنې مشر انجینر ماجد ابو زهره وایي چې دا داسې سیارچو مجموعه ده، چې له ۵.۳ څخه تر ۱۲ میترو قطر لرونکې ډبرې لري.

ستور پېژندونکې زیاتوي، که چېرته دې سیارچې له ځمکې سره ټکر کړی وای، نو مدار ته به په داخلېدو سره د اور په ټوټه بدله شوې وه.

ابو زهره وایي چې د نوو سیارچو د حرکت لېدنه، په راتلوونکې له کومې سیارچې څخه د پېښېدونکو خطرونو لپاره په ټولنیزه توګه د ځواب ورکولو د نړیوالو وړتیاوو د ازمایښت یوه غوره موقع ده.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …