کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې هم په تندي کې ویښتان نه لرئ؟ له دې آسانه طریقې ګټه پورته کړئ

آیا تاسې هم په تندي کې ویښتان نه لرئ؟ له دې آسانه طریقې ګټه پورته کړئ

د ویښتانو ښکلا زموږ له روغتیا او چاپیریال سره تړاو لري. که چېرته مناسب خوراک ونه کړو، نو پایله به یې خراب، کمزوري او جړ ویښته وي. دغه راز که چېرته تر ډېره وخته د لمر وړانګو ته وګرځو یا کېنو یا ډېرې مالګینې اوبه استعمال کړو، نو ویښته به مو کمزوري، خراب، جړ شي او وده به یې ودرېږي.

خو که چېرته خپل ویښتو ته پام وکړو، ښه یې وساتو، تجربه شوې کورنۍ نسخې وکاروو، نو ویښته به مو ښکلي، صحت مند او ګڼ وي.

کله چې ویښتان نري شي نو ډېر جړېږي، ددې لپاره د الوویرا یوه پاڼه راواخلئ، جیل ترې وباسئ، نیمه پیاله د کوپرې په تېلو کې یې ګډ کړئ او خپل ویښته مو پرې مساج کړئ.

دغه ترکیب لږ تر لږه یو ساعت یاهم ټوله شپه یې همداسې پرېږدئ، بیایې د ماشومانو په شامپو سره ووینځئ او هڅه وکړئ چې ویښته مو په هغه ږمنځ سره واړوئ چې غټ غاښي ولري، ترڅو له ماتېدو څخه وژغورل شي.

که چېرته مو له تندي څخه ویښتان ورکېږي او تندي نه مو هواره ښېښه جوړه وي، نو علت یې دادی چې ویښتان مو وده نه کوي او په ګنجي کېدو اخته کېږئ. ددې لپاره چې ویښتان را شنه شي دوه دانې پیاز راواخلئ، اوبه ترې وباسئ، چاڼ یې کړئ او د ویټامین اي کپسول ور شامل کړئ.

که چېرته کپسول ونه موندل شول نو د ویټامین اي څو څاڅکې تېل ور واچوئ، ښه یې سره ګډ کړئ او بیا یې پر سر ووهئ. دا طریقه د هغه کسانو لپاره هم ګټوره ده چې ویښتان یې د سر له منځه تلېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …