کورپاڼه / هنر او کلتور / د (فاسټ اینډ فیوریس ۹) فلم ۵۰۰ میلیونه ډالر وګټل
فاسټ اینډ فیوریس ۹

د (فاسټ اینډ فیوریس ۹) فلم ۵۰۰ میلیونه ډالر وګټل

د (فاسټ اینډ فیوریس) لړۍ نهم فلم چې (F9) نوم هم ورته ټاکل شوی دی، پنځه میلیونه امریکايي ډالر یې په ټوله نړۍ کې وګټل او د کورونا پر مهال دا لومړنی فلم دی چې دومره زیاتې پېسې کوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، (F9) فلم تراوسه پورې په ټوله نړۍ کې ۵۰۰.۳۰ میلیونه امریکايي ډالر ګټلي دي او یوازې په امریکا کې یې بیا ۱۲۵.۹۰ میلیونه امریکايي ډالر ګټلي دي.

خو دا فلم به په روانه اونۍ کې له یو بل ستر مشکل سره مخ شي او هغه د مارویل سټوډیوز راتلونکی فلم (بلیک ویډو) په نوم دی، چې د جولای په نهمه نېټه په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي. د سکارلیټ جانسن د دغه فلم په اړه داسې اندازه لګول شوې ده چې ښايي په لومړۍ ورځ ۹۰ میلیونه ډالر وګټي، که چېرته داسې وشي نو د (F9) ریکارډ به مات کړي.

د (F9) دا ایکشن فلم په سویلي کوریا کې د مۍ په میاشت کې نندارې ته وړاندې شوی و، چې په امریکا کې بیا د جون په ۲۵مه نېټه نندارې ته وړاندې شو. د دې فلم لارښود جسټین لین له دې مخکې هم د همدې لړۍ څلور فلمونو لارښود پاتې شوی دی.

په (فاسټ اینډ فیوریس ۹) کې ډېر مشهور اداکاران دي، لکه ون ډیزل، میچل رودریګوز، ټیریس ګیبسن، جوهن سینا او نور پکې شامل دي، چې خلکو یې اداکاري ډېره خوښه کړې ده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …