کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ چې پوستکی مو ښکلی وي، نو له دې آسانو طریقو څخه ګټه واخلئ

که غواړئ چې پوستکی مو ښکلی وي، نو له دې آسانو طریقو څخه ګټه واخلئ

زموږ د کورونه ډېری میرمنې د کور په کارونو کې دومره مصروفه وي، چې د خپل پوستکي د ښه ساتلو لپاره وخت هم نشي ایستلی، خو نن ورځ یوه داسې کورنۍ طریقه درښیو چې هم ارزانه او هم آسانه ده.

رومي یو له هغه سبزیجاتو له جملې څخه دی، چې غذایي توکي یې د روغتیا ترڅنګ د ښکلا لپاره هم ډېرې ځانګړتیاوې لري، نو یو رومي هم کولی شي چې د پوستکي رنګ او ښکلا مو بېرته ښه کړه.

دغه راز یوه کاچوغه د الوویرا جیل راواخلئ، دوه کاچوغې د اوړو سوډا پکې ګډه کړئ او بیا په دې ترکیب تر شل دقیقو پورې خپل مخ مساج کړئ او له لږ ځنډ وروسته مو مخ پاک ووینځئ.

بله طریقه داده چې په یوه پیاله کې یوه کاچوغه د ورېژو اوړه واچوئ، بیا پکې نیمه کاچوغه مستې او نیمه کاچوغه لېمو ور واچوئ، پیسټ ترې جوړ کړئ او پر مخ یې ووهئ او بیا له لږ ځنډ وروسته مخ ووینځئ.

یوه دانه رومي راواخلئ، دوه ټوټې یې کړئ، بیا پر مالګه واچوئ او تر شل دقیقو یې پر مخ سکرب کړئ. د ګرمۍ په موسم کې دغه طریقې عملي کړئ او پوستکی مو ښکلی او تازه کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …