کورپاڼه / خبرونه / ((اصغر افغان د ډسپلین قضیه لري، چې حل شوې نه وي، لوبې نه شي کولای))
اصغر افغان

((اصغر افغان د ډسپلین قضیه لري، چې حل شوې نه وي، لوبې نه شي کولای))

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان چې په کابل کې د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې نه دی اخیستل شوی، په اړه یې ویل کېږي چې هغه د ډسپلین قضیه لري او چې تر څو هغه نه وي حل شوې نو لوبې به ونه شي کړای.

پرون د افغانستان کرکټ بورډ د هغه ۲۸ لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې په کابل کې د تمریناتي کمپ په دویم پړاو کې برخه اخلي، چې په دغه نوملړ کې بیا ډېر زاړه لوبغاړي نه دي اخیستل شوي.

په دغه نوملړ د خپلې تبصرې په یوه برخه کې مشهور لیکوال او خبریال جعفر هاند د اصغر افغان په اړه لیکي: ((اصغر افغان چې له کپتانۍ لېرې شوی، بیا په تمرین کې کمپ کې هم اخیستل شوی نه دی. کرکت بورډ وايي هغه د «ډسپلین قضیه لري چې حل شوې نه وي، لوبې نشي» کولای. اصغر افغان لا په دې اړه څه نه دي ‌ویلي.))

د یادولو وړ ده چې اصغر افغان په کابل کې په یو-یو ټېسټ کې هم برخه نه وه اخیستې، له کله راهیسې چې هغه له لوبډلمشرۍ لیرې شوی دی، ویل کېږي چې تر هر څه لیرې دی.

د اصغر افغان په اړه دا هم ویل کېږي، چې ښايي له بندېز سره مخ شي، ځکه کله چې کرکټ بورډ هغه له لوبډلمشرۍ لیرې کړ، نو یو ډول د (خیانت) تور یې پرې پورې کړ.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …