کورپاڼه / جالب / ((د کورونا وایروس واکسین کوونکو ته تر یوه کاله پورې په وړیا ډول غوښه ورکوو))

((د کورونا وایروس واکسین کوونکو ته تر یوه کاله پورې په وړیا ډول غوښه ورکوو))

د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کورونا د واکسینو د ارزښت او په اړه یې د غلط پوهای د لېرې کولو په پار هر ډول هڅې او کوښښونه کېږي، ترڅو نړۍ له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

په دې لړ کې په امریکا کې یو شرکت اعلان کړی، هغه کسان چې د کورونا واکسین کوي، هغوی ته به په وړیا ډول غوښه ورکوي.

په دې اړه امریکایي شرکت وایي، هغه کسان چې د کورونا واکسین کوي، هغوی ته به د شرکت له لورې تر یوه کاله پورې په وړیا ډول غوښه ورکوو.

دغه شرکت چې یو غیر دولت شرکت دی، زیاتوي چې پنځوسو هغه کورنیو ته په وړیا ډول تر یوه کاله پورې غوښه ورکوي، چې د کورونا واکسین وکړي او په دې غوښه کې د پسه، چرګ او خنزیر غوښه شامله ده او د انتخاب حق هم لري.

دغه شرکت د هغه کسانو لپاره هم په وړیا ډول د غوښې د ورکړې اعلان کړی، چې د کلیوالو سیمو اوسیدونکې وي او اقتصادي وضیعت یې خراب وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …