کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ټویټر نوی فیچر: اوس به مو ټویټونه ځانګړي کسان ویني

د ټویټر نوی فیچر: اوس به مو ټویټونه ځانګړي کسان ویني

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې ټویټر اوسمهال په یو داسې فیچر کار روان کړی، چې په مرسته به یې کاروونکې دا وړتیا او صلاحیت ولري چې ټویټ شوي موادو محدودو کسان ته وښیي.

ددې فیچر په مرسته به کاروونکې دا وړتیا ولري چې خپل تر هغه کسانو یا ملګرو پورې محدود کړي چې باور پرې لري. یعنې ټویټ به یې یوازې هغه کسانو ته ښکاري، کومو ته یې چې ښودل غواړي.

ټویټر تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده کړې چې دغه فیچر به څه وخت د کاروونکو لپاره وړاندې کړي، خو ډېر امکان شته چې ډېر ژر به د کاروونکو د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شي.

د ټویټر ددې فیچر په اړه ویل کېږي که چېرته ټویټر دغه نوی فیچر وړاندې کړي، نو ټویټ کوونکی به وکولی شي چې خپل شخصي او مسلکي ټویټونه له اضافي اکونټونو څخه بېل کړي.

ددې لپاره به کاروونکې وکولی شي چې یو ځانګړی نوملړ جوړ کړي او ددې نوملړ په مرسته دا وړتیا هم لري چې د یو چا ټول اکونټ تعقیب کړي یاهم له ځانګړو ټویټونو څخه ګټه پورته کړي او دا به هم وکولی شي د ټویټر کاروونکې څه ډول جملې یا کلمې ونه لولي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …