کورپاڼه / روغتيا / آیا بدن مو ډېر خوله او بدبویي کوي؟ که ځواب مو (هو) وي نو له پټکري ګټه پورته کړئ

آیا بدن مو ډېر خوله او بدبویي کوي؟ که ځواب مو (هو) وي نو له پټکري ګټه پورته کړئ

پټکری هغه کیمیاوي توکی دی چې ډېر په ارزانه او آسانه طریقې سره لاسته راځي او د ښکلا اړوند بې شمېره ګټې لري. روغتیایي کارپوهان وایي چې د ښځو پرمخ پیدا کېدونکې ویښتان د هورمونونه د ګډوډۍ، ناوړه خوراک، ذهني فشار او د ارثي عواملو په سبب وي.

ددې لپاره چې د مخ پوستکی مو ښکلی، شفاف او له اضافي ویښتانو پاک وي او له دانو څخه وژغورل شو، پټکری ورته ګټور تمامېږي، میکروبونه یې وژني او په کورونو کې د اوبو د پاکولو لپاره هم استعمالېږي.

ددې لپاره د ګلاب په اوبو کې یوه کاچوغه ترمیده اوړه واچوئ او لږ غوندې پټکری ور واچوئ، پرمخ یې ووهئ او کله چې وچ شو، نو پاک یې کړئ او که د مخ له ویښتو ځان ژغورل غواړئ نو لږ پټکری میده کړئ، په لږه اندازه اوبو کې یې لوند کړي او د مالوچو په مرسته یې پرمخ ووهي، ستونزه به یې حل ومومي.

ددې لپاره چې له ځوانکو او دانو څخه خوندي پاتې شو، پټکری میده کړئ، په اوبو کې واچوئ او پر دانو یې ووهئ او له شلو دقیقو وروسته یې ووینځئ. دا کړنه هره ورځ تکرار کړئ که چېرته سوخت کاوه، سمدستي یې ووینځئ او بیا ترې ګټه مه اخلئ.

که د مخ ګونځي لرئ نو یوه ټوټه پټکری راواخلئ، لوند یې کړئ او ورو، ورو یې پرمخ ووهئ، له لږ ځنډ وروسته یې د ګلابو په اوبو ووینځئ او له دې وروسته مخ غوړ کړئ. که له بدن څخه مو د خولې بدبویي تلله، نو لږه اندازه پټکری په اوبو کې واچوئ او پرې ولامبئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …