کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هغه هیواد چې په نیم ساعت کې یې ځان له تباهۍ وژغوره

هغه هیواد چې په نیم ساعت کې یې ځان له تباهۍ وژغوره

په نړیواله کچه که له یوې خوا موسمي بدلونونو ډېر خطرونه رامنځته کړي، له بلې خوا یې هغه سیمو ته هم خطر متوجې کړی چې د سمندرونو تر څېرمه واقع وي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د نړیوالې تودوخې په سبب به تر ۲۰۴۰ کاله پورې د سمندر سطحه دوه فوټه ډېره شوې ده.

که چېرته داسې وشي نو د نړۍ ډېر ساحلي ښارونه به د اوبو لاندې شي. که څه هم په څرګند ډول دوه فوټه دومره ډېر نه ګڼل کېږي، خو اغېزې یې ډېرې خطرناکې دي. د بېلګې په توګه د امریکا د فلوریډا ایالت د سویلي سیمو د خوږو اوبو ذخیرو ته لاسرسی ختم شي.

د نړیوالې تودوخې په سبب به د اوبو سیستم ګډوډ شي او اوبه سیلابي شکل اختیار کړي او د میامي مشهور ساحل او ډېر ټاپوګان به له منځه یوسي. دغه راز په چین، هند، مصر، بنګله دیش او نورو سیمو کې به خلک کډوالۍ ته اړ کړي او زراعتي ځمکې تباه کړي.

خو په نړۍ کې یو داسې هیواد هم شته چې نه یوازې له داسې حالاتو سره مخ شوی، بلکې په حیرانوونکې توګه یې ترې ځان ژغورلی هم دی. دغه هیواد د شمالي اروپا هیواد هالینډ یا نیدرلینډ دی.

د ۱۹۵۳ کال په جنورۍ کې په شمالي بحیره کې خطرناکې څپې رامنځته شوې، چې په سبب یې تقریباً دوه زرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او کله چې د دویم ځل لپاره دغه پېښه واقع کېده نو له وړاندې یې ورته تدابیر نېولي ول.

د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې د سمندري توپان په پایله کې د سمندر سطحه ډېره شوه، خو مخکې له وړاندې د کمپیوټري سانسورونو په مرسته هغوی معلومات ترلاسه کړل. یوازې په دیرش دقیقو کې دوه غټې اوسپنېزې هغه دروازې سره یوځای کړې چې ۲۴۰ میتره اوږدوالی یې لرلو او د اوبو مخنیوی وکړه.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …