کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان له عالیه بټ څخه یوه په زړه پورې غوښتنه کړې

شاهرو خان له عالیه بټ څخه یوه په زړه پورې غوښتنه کړې

د بالیووډ د رومانس بادشاه شاهرو خان له اداکارې یا هنرمندې عالیه بټ څخه یوه ډېره په زړه پورې غوښتنه کړې، چې هغې منلې هم ده.

شاهرو خان د بالیووډ له هغه مشهور ستوریو له جملې څخه دی، چې له څو لسیزو راهیسې په بالیووډ بادشاهي کوي او هر وخت ورڅخه په فلمونو کې د کار کولو غوښتنې کېږي.

 

خو هغه دا ځل له عالیه بټ څخه په زړه پورې غوښتنه کړې. کېسه داده کله چې عالیه بټ د خپل پرودکشن د بینر لاندې د (ډارلینګ) د ویب سریز د شوټنګ تصویر خپور کړی، نو شاهرو خان ورنه غوښتنه وکړه، چې ددې فلم له تولید وروسته دې د بل پروډکشن لپاره هغه وټاکي.

شاهرو خان عالیه ته باور ورکړ چې د شوټنګ لپاره به د وخت پابند کوي او په ډېر ښه ډول به کار کوي او ددې لپاره یې ورسره وعده هم وکړه.

عالیه بټ د شاهرو خان غوښتنې ته په خندا ځواب ورکوي، چې له دې یې ډېر څه نه شول غوښتلی. نوموړي لیکلي چې ځه سمه ده او داسې وګڼه چې پروډکس یې وټاکلې او ترڅنګ یې د مینې اظهار هم وکړ.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …