کورپاڼه / روغتيا / په چپ (کیڼ) اړخ د وېده کېدو حیرانوونکې ګټې

په چپ (کیڼ) اړخ د وېده کېدو حیرانوونکې ګټې

د هر انسان د وېده کېدو طریقه له نورو سره توپیر لري، خو که چېرته په چپ یا کیڼ اړخ وېده شو، نو له ګڼو روغتیایي ستونزو به وژغورل شو. روغتیایي کارپوهانو په چپ اړخ د وېده کېدو حیرانوونکې ګټې بیان کړي، چې لاندې به ترې یادونه وکړو:

په خرېدو کې کمښت:

په خوب خرېدل یوه داسې ستونزه له تاسې سره هغه کسانو ته هم ستونزې پیدا کوي، چې ترڅنګ مو وېده وي، تاسو خو به بېغمه پراته یئ خو نور به مو له خوبه ویستي وي. نو که په خوب کې له خرېدو په عذاب یئ نو په کیڼ اړخ سره وېده شئ.

د معدې تېزابیت کموي:

آیا تاسې له وېده کېدو دمخه ډېر خوراک کوئ؟ که چېرته دغه عادت لرئ نو ټوله شپه به د معدې له تېزابیت څخه نا آرامه یئ. روغتیایي کارپوهان وایي چې ددې ستونزې څخه د ژغورلو لپاره په کیڼ اړخ سره وېده شئ.

د زړه لپاره:

کله چې په چپ یا کیڼ اړخ سره وېده یئ نو زړه به مو په سختۍ سره فعالیت نه کوي او په دې سره به په بدن کې په بشپړ ډول وینه حرکت کوي او له ستونزو به په امان وئ.

د امیندوارو میرمنو لپاره:

د امیندوارو میرمنو لپاره په کیڼ یا چپ اړخ وېده کېدل ګټور وي او ډاکتران هم لارښوونه کوي چې په کیڼ اړخ وېدې شئ، ځکه چې په دې ډول د حامله میرمنو رحم د هغوی د ځیګر مخالف فشار راوړي.

د انټي باډۍ لپاره:

په کیڼ اړخ سره د خوب په کولو د بدن لمفوي سیستم ته ګټه رسېږي او لمفوي سیستم انټي باډي جوړوي او په دې په بدن کې موجوده مایع په تېزۍ سره فلتر کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …