کورپاڼه / جالب / په بریتانیې یوې جوړې تر شپږو میاشتو تي خور ماشوم ته یخ ورکړی

په بریتانیې یوې جوړې تر شپږو میاشتو تي خور ماشوم ته یخ ورکړی

په بریتانیه کې یوې جوړې یعنې ښځې او خاوند د اوو میاشتو ماشوم ته تر شپږ میاشتو پورې یخ ورکاوه، خو وروسته ورته معلومه شوه دا خو یې د خوړو د اندازې په توګه ښودلی و.

د بریتانیې دی مرر ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې تېره یوې جوړې په (ریډیټ) ویبپاڼې له نورو خلکو پوښتنه کړې وه، چې ماشوم یې سبزیجات او مېوې خو په شوق خوري، خو د یخ په خوړلو کې نخرې کوي او حال دا چې د ماشومانو په غذایي رژیم کې له سبزیجاتو او مېوو سره د یخ خوړلو لارښوونه هم شوې.

په ریډیټ ویبپاڼه نورو موجودو کسانو له یادې جوړې غوښتنه کړې چې د ماشوم د غذایي رژیم چارټ دې خپور کړي، چې هغوی هم یاد چارټ خپور کړ او موجود کسان یې حیران کړل.

ځکه چې په چارټ کې د یخ د ټوټې په اندازه د خوراکي توکو د ورکولو لارښوونه شوې وه او هلته په څرګند ډول لیکل شوي ول چې د یخ د ټوټې په اندازه د مټر دانې ورکړئ او د دوه ټوټو په اندازه ګازرې ورکړئ.

خو دوی په تېروتنې سره کوچني ماشوم ته تر شپږو میاشتو پورې له مټر، لبنیاتو، هګیو، غلو او د ګازرو ترڅنګ تر شپږو میاشتو یخ هم ورکاوه، خو له ښه بخته چې د ماشوم روغتیا یې نه ده زیانمنه کړې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …