کورپاڼه / هنر او کلتور / رنویر سینګ له سینما وروسته په تلویزون هم راڅرګندېږي

رنویر سینګ له سینما وروسته په تلویزون هم راڅرګندېږي

د بالیووډ د فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند رنویر سینګ په فلمي نړۍ کې له په زړه پورې بریا له ترلاسه کولو وروسته له یوې ځانګړې خپرونې سره د تلویزون پر پرده د څرګندېدو لپاره تیار دی.

رنویر سینګ په دې اړه د عکس او ویډیو پر خپروونکې اپلیکیشن انستاګرام د خپلې نوې خپرونې (دی بیګ پکچر) ټریلر خپور کړی او خپلو مینوالو ته یې زېری ورکړی.

د بالیووډ ستوري اداکار د خپلې نوې خپرونې د ټریلر له خپرولو سره لیکلي دي چې ډېر ژر به د هغه دا خپرونه د هند په یو شخصي تلویزون خپره شي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Ranveer Singh (@ranveersingh)

 

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د رنویر سینګ په دې خپرونه کې مینوال کولی شي چې له خپلو کورونو څخه برخه واخلي او د میلونونو روپیو جاېزې وګټي.

د یادولو وړ ده چې رنویر سینګ خپل فلمي کیریر په ۲۰۱۰ کال د (بینډ باجا بارات) له فلم څخه پیل کړ او دغه فلم یو بریالی فلم هم وګڼل شو.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …