کورپاڼه / روغتيا / آیا کولی شو چې خپل قد یا ونه لوړه کړو؟

آیا کولی شو چې خپل قد یا ونه لوړه کړو؟

په عموم کې داسې کومه طریقه نشته، چې په مرسته یې د یوه شخص قد یا ونه لوړه شي. د هر شخص د زېږون پرمهال جینونه ددې په معلومولو کې مرسته کوي، چې قد یا ونه یې باید څومره وي.

خو ځینې نور داسې عوامل هم شته چې د قد یا ونې د لوړېدو یا تېټېدو سبب کېږي، په هغې کې د غذایي توکو کمښت او ځینې ناروغۍ د یادونې وړ دي.

که چېرته په ماشومتوب کې د ځینو هورمونیکي ستونزو درملنه وشي، نو تر ډېره حده پورې به د هغه منفي اغېزو په منفي کې مرستندویه تمام شي، چې پر قد یا ونه پرېوځي، خو که چېرته بلوغت ته ورسېدو نو بیا یې درملنه ناممکنه ده.

اړینه ګڼل کېږي چې باید په ماشومتوب کې ښه او مناسب خواړه استعمال شي او په دې سره به نه یوازې دا چې په ځوانۍ کې به مو قد یا ونه لوړه وي، بلکې د بې شمېره ناروغیو په مخنیوي کې هم ګټور تمامېږي.

دغه که چېرته د ماشوم د درېدلو انداز غلط یا نیمګړی وي او ورزش هم نه کوي، نو په دې صورت کې یې هم قد یا ونه ټیټه پاتې کېږي، خو که چېرته په پورته عواملو کار وکړو نو ډېر امکان شته چې قد یا ونه به مو لوړه وي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …