کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ غواړي خپله لویه نیمګړتیا ختمه کړي او د کاروونکو ستونزې حل کړي

وټساپ غواړي خپله لویه نیمګړتیا ختمه کړي او د کاروونکو ستونزې حل کړي

وټساپ په نړۍ کې د پیغام رسونې لپاره ترټولو مشهور اپلیکیشن دی، چې له دوه میلیاردو ډېر کاروونکي لري او هر وخت په دې هڅه کې وي چې په اپلیکیشن کې نوي بدلونونه رامنځته کړي.

خو د فیسبوک د ملکیت لاندې دغه اپلیکیشن لاهم له یوه اړخه محدوړ ګڼل کېږي او هغه دا چې وټساپ د لوړ ریزولوشن ویډیو د لېږلو وړتیا نه لري او په چټ کې باید د ډاکومنټ په توګه ولېږل شي.

خو اوس غواړي چې په دې برخه بدلون راولي او د کاروونکو لپاره د ویډیو د کیفیت اپشنونه ورکړي او دغه فیچر به په اندراید بیټا ویرژن کې اضافه شي او د ویډیو د لېږلو سره به د کیفیت د بدلولو آسانتیا هم موجوده وي.

اوسمهال وټساپ ددې اجازه نه ورکوي چې د ویډیو کوالټۍ ته بدلون ورکړل، چې په همدې سبب د ویډیو کیفیت هم ډېر خرابېږي. خو نوی فیچر به کاروونکو ته درې اپشنې ورکوي، آټو، بیسټ کوالټي او ډیټا سیور.

آټو آپشن په هماغه ډول کار کوي لکه څنګه چې یې فارمټ وي. ډیټا سیور بیا د هغه کسانو لپاره وي، چې غواړي ډیټا یې لږه مصرف شي او بیسټ کوالټي بیا د ټولو کاروونکو غوښتنه ده او په لوړ کیفیت به ویډیو لېږي.

خو باید ووایم چې په بیسټ کوالټۍ اپشن سره به د لوړ کیفیت لرونکې ویډیو نېغ په نېغه له ګالرۍ لېږل کېږي. دا چې دغه فیچر به کله وړاندې شي تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …