کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د چین ستور مزلو له نوي فضایي مرکز څخه بهر قدم وواهه

د چین ستور مزلو له نوي فضایي مرکز څخه بهر قدم وواهه

د چین نوي فضایي مرکز ته تېره میاشت رسېدلو ستور مزلو د روانې میاشتې (جولایۍ) په دویمه او څلور نیټه په فضاء کې د لومړي ځل لپاره قدم وواهه.

راپورونه وایي چې څلور پنځوس کلن لیو بومنګ او پنځه څلویښت کلن تانګ هونګ بو له فضایي مرکز څخه بهر د پنځلس میترو اوږد روبوټیک لاس په مرسته کامرې او نورې آلې ولګولې.

راپور زیاتوي چې د دواړو ستور مزلو له فضایي مرکز څخه بهر قدم وهنه د چین په دولتي تلویزونونو وښودل شوه او د ستور مزلو دریم غړی شپږ پنځوس کلن نایي هیشهینګ بیا دننه په فضایي مرکز کې و.

دواړو ستور مزلو له فضایي مرکز څخه تقریباً اوه ساعته بهر تېر کړل. باید یاده کړم چې دغه ستور مزلي د تېرې جون میاشتې په اوولسمه رسېدلي ول او هلته به درې میاشتې ماموریت ترسره کړي.

دا د ۲۰۱۶ کال را وروسته د چین لومړنی انساني فضایي ماموریت دی، چې تر اوسه پورې تر ټولو اوږد هم ګڼل کېږي. له دې وړاندې د چینایي ماموریتونو دورانیه له یوې میاشتې ډېره نه وه.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …