کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې د سرکونو دپاسه ښکاره په ښکاره د فحاشۍ اډې چلېږي + ویډیو
پاکستان کې د فحاشۍ اډې

پاکستان کې د سرکونو دپاسه ښکاره په ښکاره د فحاشۍ اډې چلېږي + ویډیو

پاکستان چې وايي د اسلام په نوم جوړ شوی دی، خو د شهید عثمان کاکړ خبره، په پاکستان کې اسلام نشته دی، دا خبره رښتیا او پوره سل په سله حقیقت دی، ځکه چې پاکستان نه یوازې دا چې د هیرامنډۍ په نوم پېژندل کېږي، بلکې اوس خو په سرکونو په عام ډول دا کارونه روان شوي دي.

څو ورځې وړاندې به تاسې په دې اړه هم اورېدلي وي، چې د پاکستان د بنسټګر (په وېنا د پاکستانیانو) جناح د مقبرې لاندې ساحه د ۵۰۰ روپيو په بدل کې د همداسې کارونو لپاره ورکول کېږي.

خو اوس د پاکستان په لاهور ښار کې د هغه سرکونو څخه یو چېنل پرده پورته کړې ده، چې ښکاره په ښکاره پرې فحاشۍ روانې دي او ښځې او نرښځیانو د سرکونو دپاسه خلکو ته چیغې وهي او د دغه کارونو لپاره یې بلي.

د (لیډر ټي وي) له خوا په دغه خپرونه کې لیدل کېږي، چې په کومو سرکونو چې په لاهور کې دا ښځې او نرښځیانو ولاړې وي، دا داسې خالي یا تش سرکونه هم نه دي، بلکې ډېر ګڼ سرکونه دي چې بلها خلک پرې تېرېږي راتېرېږي او دا هر څه هره ورځ په خپلو سترګو ویني.

تاسې کولای شئ چې د پاکستان په سرکونو د دغه حالت نه په لاندې ویډیو کې ځان خبر کړئ، چې دا ویډیو په خپله د پاکستان د لاهور ښار یو اوسېدونکي جوړه کړې ده او دغلته یې له ښځو او نرښځیانو سره خبرې کړې دي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …