کورپاڼه / خبرونه / ((که څوک د حج په ځایونو کې پرته له اجازې ولېدل شو؛ لس زره ریاله به جریمه شي))

((که څوک د حج په ځایونو کې پرته له اجازې ولېدل شو؛ لس زره ریاله به جریمه شي))

د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی، چې هغه کسان به ډېر سخت جریمه کړي چې د حج ځایونو ته د تګ هڅه کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سعودي عربستان حکومت د زیارت کوونکو د سلامتیا او خوندیتوب لپاره ډېر سخت تدابیر نېول او د همدې لپاره یې پرته له اجازې د حج ځایونو ته په تګ بندیز پورې کړی.

د سودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د جولایۍ له پنځمې تر درویشتمې نیټې پورې هیڅوک نه شي کولی چې مسجد الحرام او شاوخوا سیمو، منیٰ، مزدلفې او عرفات ته پرته له اجازې داخل شي.

دوی زیاتوي که چېرته په دې دوران کې یو څوک یادو سیمو ته پرته له اجازې داخل شو، نو هغوی به لس زره ریاله جریمه شي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند ددې هیواد ټولو اوسیدونکو او بهرنیو وګړو ته د حج پرمهال پر هغه اصولو د عمل کولو لارښوونه کړې، چې د دولت له لورې ورته ټاکل شوي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …