کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې خپلې پښې تر ۱۸۰ درجو پورې تاووي او حرکت کوي

هغه شخص چې خپلې پښې تر ۱۸۰ درجو پورې تاووي او حرکت کوي

په امریکا کې یو شخص په ډېره حیرانوونکې توګه خپلې تر ۱۸۰ درجو پورې تاووي او په سرچپه قدمونو سره حرکت کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه شخص موسس لینهم نومېږي او کله چې څوارلس کلن و نو د پښې په تاوولو او په سرچپه تګ ورته (مسټر پلاسټیک) ویل کېدل او دا ډول کومه پېښه تر اوسه موندل شوې هم نه ده.

راپورونه زیاتوي چې موسس لینهم دغه په زړه پورې وړتیا هغه وخت ترلاسه کړه، کله چې نوموړی په جیم کې د دوو دېوالونو ترمنځ په پړي یا رسۍ تېرېده او لاندې راولوېده.

له دې پېښې وروسته موسس لینهم پخپلو پښو په څرګند ډول بدلون حس کړ او ډېر ژر پوه شو چې هغه خپلې پښې تر ۱۸۰ درجو پورې تاوولی شي.

روغتیایي کارپوهان وایي دغه ډول پېښه هغه وخت رامنځته کېږي چې په پښو، ګونډو او د لګن حاصرې په بندونو کې د کارټیلج اندازه دوه برابره ډېره وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …