کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي ستورپوه: لوی اختر به د جولای په ۲۰مه (د سرطان په ۲۹مه) نېټه وي
سعودي عربستان لوی اختر

سعودي ستورپوه: لوی اختر به د جولای په ۲۰مه (د سرطان په ۲۹مه) نېټه وي

د سعودي عربستان ستورپوه د راتلونکي لوی اختر په اړه ویلي دي، چې د جولای په ۲۰مه نېټه (د سرطان یا چنګاښ په ۲۹مه نېټه) به وي.

د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سعودي عربستان ستورپوه وايي، چې سږکال به د ذیقعده میاشت د ۳۰ ورځو وي، په سعودي عربستان کې به د ذي الحج لومړۍ نېټه د جولای په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ وي او د حج رکن وقوف عرفات به د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۹مه نېټه وي.

په راپورونو کې د ستورپوه له قوله لیکل شوې دي، چې په سعودي عربستان کې به لوی اختر د جولای په ۲۰مه نېټه (د سرطان په ۲۹مه نېټه) وي.

د ډاکټر عبدالله المسند په نوم باند دې د قصیم پوهنتون دا ستورپوه وايي، چې د لوی اختر وروستی اعلان به د سعودي عربستان ستره محکمه کوي.

د یادولو وړ ده چې که په یاده نېټه په سعودي عربستان کې لوی اختر وي، نو په هماغه ورځ به بیا په افغانستان کې هم لوی اختر وي، ځکه افغانستان هم روژه او اختر له سعودي عربستان سره کوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …