کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره: زموږ بدن او زموږ خوښه، ښځې د خپلې خوښې کالیو اغوستو ته پرېږدئ
متیرا

پاکستانۍ اداکاره: زموږ بدن او زموږ خوښه، ښځې د خپلې خوښې کالیو اغوستو ته پرېږدئ

د پاکستان د ښځینه هنرمندانو په بېباکه کالیو له سختو نیوکو وروسته د پاکستان بېباکه اداکارې متیرا د خلکو پر ضد راپورته شوې ده او وايي، چې ښځې پرېږدئ چې د خپلې خوښې کالي واغوندي.

اداکارې او موډلې متیرا په خپل انسټاګرام کې لیکلي دي، چې خلک ولې د نورو په سټایل او کالیو باندې نیوکې کوي، ښځې پرېږدئ چې د خپلې خوښې کالي واغوندي.

متیرا همدا راز زیاتوي، زما بدن او زما خوښه، ښځې چې د هر ډول کالیو په اغوستلو خوشحالېږي، باید هماغه کالي واغوندي او هېڅوک حق نه لري چې په هغوی نیوکې وکړي.

نوموړې وايي، هغه خلک چې په کور کې ناست او په ټولنیزو رسنیو په نورو نیوکې کوي، هغوی ته پکار دي چې د خپل کار سره کار ولري او د بل چا په ژوند کې لاسوهنه ونه کړي.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ په پاکستان کې د جایزو یو پروګرام ترسره شو، په دغه پروګرام کې پاکستانیو ښځینه هنرمندانو داسې بېباکه کالي اغوستي  و، چې وروسته پرې سختې نیوکې شوې دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …