کورپاڼه / هنر او کلتور / کلونه وروسته ګویندا او روینه ټنډن یو ځل بیا فلم کې ګډ کار کوي
ګویندا او روینه ټنډن

کلونه وروسته ګویندا او روینه ټنډن یو ځل بیا فلم کې ګډ کار کوي

په هندي سینما کې په نویمه لسیزه کې مشهوره جوړه د ګویندا او روینه ټنډن وه، چې اوس دا جوړي کلونه وروسته یو ځل بیا په یو ګډ فلم کې کار کوي.

د هندي سینما د راپورونو په وېنا، ګویند او روینه ټنډن هندي سینما ته ډېر شمېر کامیاب فلمونه ورکړي و، چې پکې دولهی راجا، بړی میا چوټی میا، انټي نمبرون، راجا جي، انکهیو سی ګولي ماری او اناړي نمبر ون په څېر فلمونه شامل دي.

اوس تازه خبرونه دا دي چې دا پخوانۍ مشهوره جوړي یو ځل بیا په یو فلم کې ګډ کار کوي، چې روینه ټنډن په خپله په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړی دی، خو نور معلومات یې نه دي شریک کړي.


اداکارې له ګویندا سره یوه سیلفي په انسټاګرام کې خپره کړې ده او لیکلي یې دي، چې یو ځل بیا یوځای کېږو. هغې دا هم لیکلي دي چې په لویه پرده د کار کولو لپاره بیا یو ځای شوي یو.

روینه ټنډن په خپل دې پوسټ کې همدا راز ځینې پوښتنې هم کړې دي، خو ورته یې د ډېر ژر کلمه هم لیکلې ده، هغه لیکي چې څه؟ چېرته؟ کله؟ ډېر ژر…

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …