کورپاڼه / خبرونه / مچل سټارک: د اسټرالیا لپاره ویسټ انډیز ډېر ښه ځای دی چې د شل اوریز جام تیاری پکې پيل کړي
مچل سټارک

مچل سټارک: د اسټرالیا لپاره ویسټ انډیز ډېر ښه ځای دی چې د شل اوریز جام تیاری پکې پيل کړي

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی مچل سټارک وايي، چې د ویسټ انډیز پر وړاندې د پنځه نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ د دوی لوبډلې لپاره ډېر ښه فرصت دی، تر څو د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام لپاره چمتووالی پیل کړي، چې په متحده عربي اماراتو او عمان کې په روان کال کې ترسره کېږي.

ارون فنچ د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، چې د ویسټ انډیز سره به د محدود اورونو لوبلړۍ ترسره کړي. د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ د جولای په ۹مه نېټه په سینټ لوسیه کې پیلېږي او ۳ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به بیا د جولای په ۲۰، ۲۲ او ۲۴ ترسره شي.

د شل اوریزو لوبو د پیل نه مخکې مچل سټارک لوبو ته ډېر لېواله دی او هغه وايي چې د یادو لوبو سره به دوی بېرته په فام کې راشي او د اسټرالیا لپاره به دا لوبې د چمتووالي په موخه وي.

له اي ایس پي این کریک انفو سره په مرکه کې سټارک وايي، دا زموږ لپاره ستر فرصت دی تر څو نړیوال شل اوریز جام ته چمتووالی ولرو. زه فکر نه کوم چې تېرو ۴ کلونو کې به مې ۱۰ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي وي، نو شخصاً زما لپاره هم دا ډېره ښه ده چې دلته ولوبېږم.

مچل سټارک وايي، چې خپل ټول پام یې د سور بال کرکټ ته کړی دی او د سپين بال کرکټ یې د څه وخت لپاره له پامه اخوا کړی دی. هغه وايي چې نړیوال شل اوریز جام ته ځانګړی چمتووالي لري او هڅه به کوي چې د خپلې لوبډلې لپاره ښه ولوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …