کورپاڼه / بېلا بېل / ایسلېنډ کې په اونۍ کې یوازې د ۴ ورځو کار کولو تجربه کامیابه شوه
دفتر او کار

ایسلېنډ کې په اونۍ کې یوازې د ۴ ورځو کار کولو تجربه کامیابه شوه

څېړونکي وايي، چې په ایسلېنډ کې په اونۍ کې د یوازې څلور ورځو د کار کولو تجربه کامیابه شوې ده او په دې سره به په ډېرو هېوادونو کې کارمندان په هماغه معاش کم ساعتونه کار وکولای شي.

په اونۍ کې د ۴ ورځو د کر کولو تجربه د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په ایسلېنډ کې ترسره شوه، چې کارمندانو ته ټاکلی معاش ورکړل شو، خو کار یې کمې ورځې وکړ.

څېړونکي وايي، چې د دې تجربې پر مهال د ځینو شرکتونو د تولید کچه د پخوا په څېر وه، خو د ځینو شرکتونو د تولید کچه بیا لا پسې زیاته شوې ده. دا تجربه اوس په نورو هېوادونو کې هم کېږي، لکه سپین او نیوزیلېنډ کې.

په ایسلېنډ کې په دې تجربه کې ۲۵۰۰ کارمندان شامل کړای شوي و، چې په کارمندانو د ۴۰ ساعتونو پر ځای ۳۵ یا ۳۶ ساعته کار وکړای شو. دوی وايي، چې اوس به په ایسلېنډ کې په هماغه معاش خلک کم وخت کار کوي، یا به په راتلونکي کې همداسې کېږي.

په دې تجربه کې د کارمندانو د ستړیا کچه هم کمه وه او دوی د روغتیا له مخې هم ښه و. د دغه څېړنې مشر ویل سټرونج وايي، چې په ټوله نړۍ کې د حکومت په کچه هم دا یوه ستره لاسته راوړنه ده. له دې څخه معلومېږي، چې دولتي برخه کې هم کم ساعتونه ښه کار کېدای شي.

دا تجربه په سپین کې هم د شرکتونو له خوا روانه ده، خو د کورونا له امله له ستونزو سره مخ ده. همدا راز په نیوزیلېنډ کې هم دا تجربه کېږي او کارمندانو ته ویل شوي دي چې پرته له دې چې معاش یې کم کړای شي، هغوی کولای شي چې ۲۰ سلنه ساعته کم کار وکړي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …