کورپاڼه / اسلام / حدیث شریف: چا سره چې وس وي او ددې سربېره بیاهم قرباني نه کوي نو هغوی دې زموږ عیدګاه ته نږدې هم نه راځي

حدیث شریف: چا سره چې وس وي او ددې سربېره بیاهم قرباني نه کوي نو هغوی دې زموږ عیدګاه ته نږدې هم نه راځي

سیده عایشه صدیقه رضي الله عنها روایت کوي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قربانۍ اراده وکړه، نو چرب یا چاغ، تور او سپین هغه خصي شوي وري به یې اخیستل چې تازه یې ښکرونه کړي ول. په دې کې به یې یو د خپلو هغه امتیانو له لورې قرباني کول چې د الله د یووالي شاهدي ورکول او تبلیغ یې کاوه او دویم به یې د کورنۍ له لورې قرباني کاوه.(مسند احمد)

حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دوه دانې پسونه پخپل لاس مبارک قرباني کول او داسې به یې فرمایل: بسم الله، والله اکبر، ای الله! دا قرباني زما له لورې ده او زما د امت د هر هغه فرد له لورې ده چا چې قرباني نه ده کړې.(مسند احمد)

حضرت سیدنا حسن مجتبی رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چا چې په ښه زړه او اجر او ثواب په هیله یې قرباني وکړه، نو هغه قرباني به د هغه لپاره د دوزخ څخه د ژغورل کېدو بهانه شي.(معجم کبیر للطبراني)

حضرت سیدنا ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا سره چې وس وي او ددې سربېره بیاهم قرباني نه کوي نو هغوی دې زموږ عیدګاه ته نږدې هم نه راځي.(سنن ابن ماجه)

عیدګاه او جوماتونه د الله تعالی محبوب ځایونه دي، چېرته چې پر راټولېدونکو بنده ګانو د الله تعالی له لورې د عفوې او کرم باران کېږي او دلته حاضرېدل د بدنصیبۍ مخه نیسي. نو له بخل څخه کار مه اخلئ، چاته چې الله تعالی مال ورکړی وي، هغوی ته د قربانۍ حکم هم شوی، نو هڅه وکړئ چې د خپل رب حکم ومنئ.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …