کورپاڼه / جالب / د هند یو اوسیدونکې له ریکشې امبولانس جوړ کړی

د هند یو اوسیدونکې له ریکشې امبولانس جوړ کړی

په هند کې د کورونا وایروس دویمې څپې د ژوند نظام فلج کړی او ددې ناروغۍ په سبب هره ورځ په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په هند کې د درملو، په روغتونو کې د ځای او اکسیجن له کمښت وروسته د یوې ریکشې چلوونکې د ناروغانو د مرستې لپاره خپل خدمات وړاندې کړي.

هندي رسنۍ وایي چې ریکشه چلوونکې له خپلې ریکشې امبولانس جوړ کړی او په دې ډول یې د ناروغانو مرستې ته رادانګلي.

راپور زیاتوي چې د چینایي یو هنرمند یا رسام اوسیدونکې یوه داسې ریکشه تیاره کړې، چې خلکو ته به د کورونا د واکسینو په اړه پوهاوی ورکړي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by art kingdom (@artkingdomorg)

 

په تصویرونو او ویډيوګانو کې لېدل کېږي چې دغه ریکشه یې په ځانګړي ډول سره ډیزاین کړی. ریکشه یې په شین رنګ سره رنګ کړې او څلور لوریو ته یې د واکسینو ستنې لګولي او ترڅنګ غږیز سیستم هم لري چې په لوړ غږ به خلک د واکسینو له اهمیت څخه خبروي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …