کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان تخنیکي لوبغاړی رحمت شاه ۲۸ کلن شو، د هغه په اړه دلته ولولئ
رحمت شاه ١

د افغانستان تخنیکي لوبغاړی رحمت شاه ۲۸ کلن شو، د هغه په اړه دلته ولولئ

رحمت شاه زرمتی د افغانستان یو له تخنیکي توپوهونکو څخه دی، چې نن یې د ژوند ۲۸ کلونه پوره شو، هغه په ۱۹۹۳ کال کې د جولای په ۶مه نېټه په پکتیا کې زېږېدلی و.

رحمت شاه چې ښي لاسی توپوهونکی دی، لیګ بریک ګوګلي هم کوي او الراونډر لوبغاړی دی، چې که څه هم ډېره توپ اچونه نه کوي، خو د ضرورت په وخت کې یې بیا د لوبډلې لپاره توپ اچونه هم ترسره کړې ده.

نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان لپاره لومړۍ نړیواله لوبه ترسره کړې ده، هغه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د افغانستان غوره او تخنیکي توپوهونکی ګڼل کېږي، خو په شل اوریزو لوبو کې بیا د افغانستان لپاره نه دی لوبېدلی.

رحمت شاه د افغانستان لومړنی توپوهونکی دی، چې په ټېسټ لوبو کې یې سلیزه وهلې ده او په دې توګه یې خپل نوم په تاریخ کې ثبت کړی دی.

نوموړي د افغانستان لپاره ۶ ټېسټ او ۷۶ نړیوالې یو ورځني لوبې ترسره کړې دي، چې ټېسټ لوبو کې یې د ۳۲.۰۸ په اوسط ۳۸۵ او په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د ۳۵.۷۵ په اوس ۲۴۶۷ منډې ترسره کړې دي.

رحمت شاه په ټېسټ لوبو کې ۱ سلیزه او ۳ پنځوسیزې وهلي دي، همدا راز په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې ۵ سلیزې او ۱۶ نیمه سلیزې وهلي دي. همدا راز یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۱۴ لوبغاړي هم سوځولي دي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …