کورپاڼه / بېلا بېل / د ځینو عامو شیانو د استعمال تاریخ یا عمر څومره وي؟

د ځینو عامو شیانو د استعمال تاریخ یا عمر څومره وي؟

ځینې وختونو زما په کور، پخلنځي یا المارۍ کې داسې شیان وي، چې موږ یې هر وخت استعمالوو خو د تاریخ په اړه یې فکر نه کوو. د یوې څېړنې له مخې په دې اړه خبرداری ور کړل شوی او ویل شوی چې پر روغتیا یې اغېزو ته باید پام وشي.

د بېلګې په توګه په دې شیان کې یو بالښت هم دی، په کوم بالښت چې موږ خوب کوو، که دوو تر دریو کلونو پخوانی شي او بیا یې هم استعمالوو نو په ورمېږ مو درد او نورې ناروغۍ پیدا کوي.

د کورنیو چپلکو عمر له شپږو میاشتو ډېر نه وي، که دې وروسته استعمال شي نو د ناروغیو سبب کېږي، ځکه چې ډېر ژر د ناروغیو لامل کېږي. دغه راز د لوبو بوټونه له یو کال څخه ډېر عمر لري، که له دې ډېر وکارول شي نو پر پښو او بدن فشار اچوي.

په حمام کې استعمالېدونکې دست پاک له یو څخه تر دریو کلونو پورې وخت لري. د غاښونو برش تر دریو میاشتو او ږمنځ تر یو کاله پورې استعمالېږي.

عطر له یو څخه تر دریو کلونو پورې عمر لري او د ماشومانو چوکۍ له شپږو تر لسو کلونو پورې د استعمال وړ وي. د خوړو مسالې له یو څخه تر دریو کلونو عمر لري، اوړه له شپږو میاشتو تر یو کاله پورې د کار وړ وي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …