کورپاڼه / اسعار / ۱۵ سرطان ۱۴۰۰: د امریکايي ډالرو او نورو اسعارو ننني نرخونه
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۵ سرطان ۱۴۰۰: د امریکايي ډالرو او نورو اسعارو ننني نرخونه

امریکايي ډالر که څه هم د افغانیو پر وړاندې له ۸۲ څخه راټیټ شوی دی، خو د تېرې ورځې په پرتله اوس ۳۰ پوله نور هم پورته تللی دی.

نن (۱۵ سرطان ۱۴۰۰ \ ۶ جولای ۲۰۲۱) د سه شنبې په ورځ ۱ امریکايي ډالر په ۸۱.۶۰ افغانۍ چې دا مخکې په ۸۱.۳۰ افغانۍ باندې و.

څو ورځې وړاندې بیا ۱ امریکايي ډالر ان ۸۲ افغانیو ته هم پورته شوی و، خو وروسته بیا ۸۰.۹۰ افغانیو ته راښکته شو او اوس بیا په ورو ورو پورته روان دی.

په نورو اسعارو کې بیا د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۵۰۴ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۹۰ افغانۍ او د ترکې ۱ لېره په ۱۰ افغانۍ ده.

۱ یورو په ۹۶.۶۰ افغانۍ، ۱ سعودي ریال په ۲۱.۳۰ افغانۍ، ۱ اماراتي درهم په ۲۱.۵۰ افغانۍ، ۱ کویټي دینار په ۲۶۴ افغانۍ او ۱ قطري ریال په ۲۱.۳۰ افغانۍ دي.

د تېر په پرتله پاکستانۍ کلدارې په زر کې ۲ افغانۍ ګرانې شوي، د ترکیې لېره بیا ۵۰ پوله ګرانه شوې ده، یورو ۴۰ پوله ګران شوی دی، د سعودي ریال ۱۰ پوله ګران شوی او د بحرېن دینار بیا ۲ افغانۍ ارزانه شوی دی.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …