کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې پنځه دقیقو شتمن کړ

هغه شخص چې پنځه دقیقو شتمن کړ

ځینو وختونه بخت داسې هم بیدارېږي. یو شخص یوازې پنځه دقیقې وړاندې د لاټرۍ ټیکټ واخیست او د زرګونو ډالرو څښتن یې کړ.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د سویلي کیرولینا اوسیدونکې پنځه دقیقې وړاندې له دې چې د لاټرۍ د ټیکټونه وخت ختم شي، ټیکټ واخیست او د دوه لکو ډالرو څښتن یې کړ.

دغه شخص که څه هم خپل نوم او پېژاند نه دی څرګند کړی، خو د لاټرۍ د ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کړي. دغه شخص د لاټرۍ ادارې ته ویلي چې د ټیکټ د پلورلو لپاره یو دوکان ته لاړ، خو هغوی اړوند خدمتونو بند کړي ول.

دی زیاتوي چې بیا سمدستي د ټیکټ اخیستلو لپاره په بیلټ ووډ کې اول نمبر دوکان ته لاړ او د ټیکټ د تاریخ له ختمېدو پنځه دقیقې وړاندې یې ټیکټ وپلوره او یوه وروسته د کار پرمهال یې د لاټرۍ پایلې وکتلې نو په هغې کې یې د خپل ټیکټ نمبر وموند.

لکه څنګه چې د لاټرۍ روپۍ یو لک ډالر وې، خو دغه شخص د ټیکټ اخیستلو پر وخت په هغې د یو ډالر پاور اپ هم لګولی و، چې په همدې سبب یې جایزه تر دوه لکو ډالرو پورې لوړه شوه او دغه شخص د لاټرۍ له ګټلو وروسته وویل چې معجزه وشوه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …