کورپاڼه / جالب / په چین کې یوه داسې کوپړۍ موندل شوې چې یو لکو، څلویښت زره کاله عمر لري

په چین کې یوه داسې کوپړۍ موندل شوې چې یو لکو، څلویښت زره کاله عمر لري

د انسانانو د ابتدایي ژوند په اړه ډېرې موندنې شوي او د هغوی د ژوند د طرز او طریقې په اړه ډېر معلومات ترلاسه شوي، خو تر اوسه پورې دغه موندنې یا معلومات نیمګړي دي او نیمګړي ځکه دي چې د موندنو دغه لړۍ نه ده درېدلې.

اوس په همدې لړ کې په چین کې یوه داسې کوپړۍ ترلاسه شوې، چې په اړه یې ویل کېږي چې دا شاید د انسانانو نوی ډول وي او یو لکو څلویښت زره کاله عمر لري.

لرغون پېژندونکې وایي چې دغه موندنه ورسره مرسته کوي ترڅو د انسانان د ارتقا په اړه ډېر څه ترلاسه کړي.

دوی زیاتوي چې د کوپړۍ له مخې ویلی شو، چې د انسانانو دغه ډول غټ سر، ننوتې سترګې درلودې او د وروځو له پاسه راوتی هډوکی یې لرلو او دې انسانانو ته د (ډریګن مین) نوم ورکړی.

دغه کوپړۍ په ۱۹۳۳ کال یو بزګر ترلاسه کړې وه او د جاپان له فوځ څخه چېرته خوندي ساتلې وه او وروسته یې یو چینایي استاد ته ددې لپاره ورکړ، ترڅو په اړه یې څېړنې وکړي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …