کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عزیزي بانک په اې ټې ایم ماشینونو کې خراب او جعلي ډالر په خلکو تېروي
عزیزي بانک

عزیزي بانک په اې ټې ایم ماشینونو کې خراب او جعلي ډالر په خلکو تېروي

د هېواد مشهور بانک (عزیزي بانک) په اړه خپلواک وېبپاڼې معلومات ترلاسه کړي دي، چې دغه بانک په خپلو مشتریانو باندې خراب او جعلي ډالر تېروي.

دغه بانک چې هېوادوال ورته د یوه معتبر(!) بانک په سترګه ګوري، اوس په خپلو اې ټي ایم ماشینونو کې داسې لوټونه په خلکو تېروي، چې یاد لوټونه بیا نه په صرافیو کې اخیستل کېږي او نه هم عزیزي بانک یاد لوټونه اخلي.

د ځینو شکایتونو څخه وروسته موږ د عزیزي بانک د احمد شاه بابا مېنې څانګې ته ورغلې او هغه لوټ چې د عزیزي بانک د اې ټي اېم ماشین څخه یو مشتري ترلاسه کړی و، هغه مو وروړ.

خو د عزیزي بانک د احمد شاه بابا مېنې څانګې یې له اخیستو څخه انکار وکړ، وروسته چې مو دغه لوټ د یادې څانګې منیجر ته یووړ، نو هغه هم وویل، چې دا لوټ د چلښت وړ نه دی.

د بانک منیجر ته مو د اې ټي ایم ماشین او د لوټ د ترلاسه کولو ورځ او وخت وښود او له هغه اکاونټ څخه چې دا لوټ ترې راویستل شوی و، هغه مو هم ورته ورکړ، خو نوموړي له دې څخه انکار وکړ او وې ویل، چې دا لوټ تاسې باید هلته لګېدلې کمرې ته ښکاره کړی وای، نو کله چې مو هلته نه دی ښکاره کړی، نو موږ یې نه شو کولای چې یې واخلو.

کله چې مو د بانک له منیجر سره په دې اړه بحث وکړ، نو هغه یو ډېر بد اخلاقه انسان ښکاره شو او په ځای د دې چې زموږ پوښتنو ته ځوابونه راکړي، د اخطارونو په ورکړه یې پيل وکړ.

په ورته وخت کې یو بل کس هم خپلواک وېبپاڼې ته وویل، چې د هغه یو خپلوان د عزیزي بانک اې ټي ایم ماشین څخه پېسې راایستلې وې، چې جعلي لوټونه ورته پکې راوتلي و.

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د عزیزي بانک د مرکزي څانګې له مسوولینو سره خبره وکړه، خو ونه توانېدو، همدا راز د شکایتونو له برخې سره مو په دې اړه خبرې وکړې، خو هغوی هم د معلوماتو یا ځوابونو ورکولو څخه ډډه وکړه.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …