خپلواک وېبپاڼه (۱۶ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې د عمان ايمرجينګ لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه. د افغانستان له لوري طارق ستانکزي په زړه پورې توپ اچونه او عبدالمالک خطرناکه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.
د ايمرجينګ لوبډلو اسيايي جام کې نن د افغانستان ايمرجينګ او عمان ايمرجينګ لوبډلو ترمنځ لوبه د بنګله دېش په کوکس بازار کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه افغانستان ګټلې وه چې لومړی يې د عمان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
عمان ايمرجينګ لوبډلې په ۴۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې جتيندر سينګ ۷۲ زياتې منډې وکړې.
د افغانستان لپاره طارق ستانکزي په زړه پورې توپ اچونه ترسره او د عمان ۴ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز عبدالواسع ۲، نجات مسعود او عظمت الله عمرزي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې لپاره عبدالمالک په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د عمان له لوري ورکړل شوی هدف يې پوره او افغان لوبډله يې بريالۍ کړه. افغانستان د ۱۵۴ منډو هدف په ۳۰.۵ اورونو کې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او عمان لوبډلې ته يې په ۹ ويکټو ماته ورکړه.
د افغانستان لپاره عبدالمالک ۹۱ ناسوځېدلې، شاهدالله ۳۴ او بهير شاه ۲۴ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د عمان لپاره عاقب الياس ۱ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه طارق ستانکزي ته ورکړل شوه، چې د ۲۹ منډو په بدل کې يې ۴ لوبغاړي سوځولي و.
د يادولو ده چې افغانستان ايمرجينګ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کړې وه، چې پاکستان په ۸ ويکټو بريا خپله کړې وه. همدا راز افغان ايمرجينګ لوبډله به خپله دريمه لوبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې سره ترسره کړي.